برېښنا شرکت وایي دوی هڅه کوي د برېښنا ستونزه ژر تر ژره حل کړي. د برېښنا شرکت مسوولینو تازه په افغانستان کې د نړیوال بانک له دفتر او دغه راز د ازبیکستان د انرژۍ له مرستیال سره خبرې کړې دي. نړیوال بانک ژمنه کړې چې دوی به له دغه شرکت سره مرسته کوي او هڅه کوي رامنځ ته شوې مالي ستونزې حل کړي. بلخوا برېښنا شرکت له ازبېکستان غوښتي چې له دغه شرکت سره اوسنی قرار داد په استثنايي توګه تعدیل کړي ځکه د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوي وضعیت نه یوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ ځپلې ده. ازبېکستان ژمنه کړې چې دوی به تر خپلې وسې له افغانستان سره مرسته کوي او په راتلونکې ویډیويي غونډه کې چې څو ورځې وروسته ترسره کېږي خپله پرېکړه برېښنا شرکت ته وړاندې کوي. برېښنا شرکت وایي چې مشتریان یې پورونه نه پرې کوي نو له همدې امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او ددې احتمال شته چې ازبېکستان خپله برېښنا پر افغانستان پرې کړي.