خلیلزاد وایي چې طالبان دې د روژې په مبارکه میاشت کې بشردوستانه اوربند ته غاړه کېږدي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي روژه غوره فرصت دی چې طالبان بشردوستانه اوربند وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي. دده په وینا طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او له تهاجمي بریدونو ډډه وکړي. نوموړي ویلي په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله ناورین رامنځ ته شوی نو طالبانو ته هم په کار ده چې ددغه پدیدې پر وړاندې د مبارزې په موده کې له جګړو لاس په سر شي. هغه پر افغان حکومت او طالبانو دا غږ هم کړی چې ژر تر ژره دې د بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه او د سولې په لارې کې دې شته خنډونه لرې کړي.