د خپلواکۍ تر نامه لاندې په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د سولې اتلانو او سولې ساتونکو لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبه ترسره شوه، چې د سولې ساتونکو لوبډلې د ۶۲ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. د لوبې پچه د سولې ساتونکو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، ساتونکو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې ترسره کړې. د هدف ترلاسه کولو په موخه د لوبې په دویمه نیمایي کې د سولې اتلانو لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، دوی د لوبې په ۱۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو به سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۶۲ منډو په توپیر د سولې ساتونکو لوبډلې ته وبایلله. د لوبې غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف وټاکل شو.