د تازه څېړنو له مخې په جاپان کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره له ۱۳ محصلینو یو یې د مالي ستونزو له کبله له زده کړو لاس اخلي. دغه محصلین په میاشتني ډول یا د پوهنتون د فیس ورکولو توان نه لري، عواید یې قطع شوي او یا یې هم مالي ملاتړي له لاسه ورکړي دي. “فري” موسسه چې په جاپان کې د لوړو زده کړو په برخه کې څېړنه کوي وایي، ۶۰ سلنه محصلین اوس مهال له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او د پاتې څلوېښت سلنه محصلینو کورنۍ بیا له کمزوري اقتصادي حالت کړېږي. د هرو ۵۰۰ محصلینو له ډلې چې پوښتل شوي ۳۶ سلنه یې ویلي، چې له زده کړو مخکې او وروسته یې چې کومې دندې درلودې له لاسه یې ورکړې دي. ۲۳ سلنه بیا ویلي چې هېڅ مالي منابع نه لري، نو اړ دي چې پوهنتونونو ته له تګ څخه لاس په سر شي.