ازبکستان وایي د لومړي ځل لپاره یې یو چټک اورګاډی افغانستان ته لېږلی دی. د ازبکستان د رېل پټلۍ لارې مسوولین وایي چې دوی غواړي په وچه کې پروت افغانستان سره مرسته وکړي څو له نړیوالو سوداګریزو لارو سره وصل شي. ددغه هېواد د چارواکو په وینا دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته د چټک اورګاډي په مرسته توکي لېږدوي. تر دې وړاندې افغانستان ته د تاشکند له لارې د توکو رسېدلو شپږ ورځې وخت نیوه خو اوس به په دوو ورځو کې دغه اورګاډی د ازبکستان محصولات حیرتان بندر ته رسوي. ازبکستان وایي دوی هڅه کوي له افغانستان سره په سوداګرۍ او ترانزیت کې نورې اسانتیاوې هم رامنځ ته کړي.