د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي پر عامه تاسیساتو او بنسټیزو پروژو ټول بریدونه غندي. د نوموړې په وینا په ځانګړې توګه د برېښنا پر تاسیساتو چې هغه زرګونه کورونه او روغتونونو ته برېښنا ورکوي برید ورته خواشینوونکی دی. امریکايي ديپلوماته داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې کابو هره میاشت لږ تر لږه یو ځل وسله والې ډلې د هېواد په بېلو ولایتونو کې د برېښنا پر تاسیساتو بریدونه کوي او په دې توګه په شپو شپو د ځینو ولایتونو برېښنا پرچاو وي. له دې درکه د عامو وګړو تر څنګ فابریکې، روغتونونه، موسسات او دولتي ادارې زیانمنیېږي.