اسټرالیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره کېدونکې یوازینۍ ټیسټ لوبه لغوه کوي. ټاکل شوې وه چې دغه لوبه د نومبر میاشت کې ترسره شي خو اسټرالیا څه موده وړاندې د یادې سیالۍ ترسره کېدو لپاره شرط ایښی و، شرط دا و چې که چېرته ا.ا د نجونو کرکټ ته اجازه ورنه کړي نو دوی به یاده سیالي لغوه کړي. د استرالیا کرکټ یوه لوړپوړي چارواکي ډومنیک باکر منلې چې دغه ټیسټ نه ترسره کیږي، او روانه اونۍ به یې په رسمي توګه د لغوه کولو پریکړه وشي. د یادونې ده چې د اسټرالیا کرکټ بورډ اجراییوي مشر د سپتمبر په ۹مه رسنیو ته ویلي وو، چې که هغه راپورونه رښتیا ثابت شي چې د ا.ا.ا نجونو ته د کرکټ لوبې اجازه نه ورکوي نو دوی له دې پرته چې افغانستان سره د خپلې لوبډلې یوازینۍ ټیسټ لوبه لغوه کړي بله لار نه لري.