بریتانیا ویلي چې د دوی لپاره د نجونو لوړې زده کړې مهمې دي او دغه راز غواړي چې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي. دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سایمون ګیس د رییس الوزرا له مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي. ګیس ویلي، بریتانیا غواړي چې افغان نجونې لوړې زده کړې وکړي او افغانستان بهرنیو هېوادونو ته په ګواښ بدل نه شي. په ورته وخت کې ملا برادر ویلي چې ا.ا له بریتانیا او ټولې نړۍ سره ښه روابط غواړي او له نړیوالۍ ټولني څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان پانګه بېرته افغانانو ته وسپاري.