د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ایران ژمنه کړې چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي چې په لومړي اقدام کې غواړي شل زره تشخصیه کېټونه افغانستان ته ولېږي. د سرچینې په خبره دغه کېټونه به په تهران کې افغان سفیر ته سپارل کېږي او له هغه ځایه به ژر تر ژره افغانستان ته لېږدول کېږي. ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی به د کرونا ضد مبارزه کې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي.