د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې له افغانستان دوحې ته تللي پلاوي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي دي. نوموړي افغان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي چې قطر له افغانستان سره همکاریو ته تیار دی او په بېلو برخو کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. نوموړي همدا راز ویلي چې له افغانستان سره به اقتصادي همکاري لري او ددغه هېواد د پرمختګ او دایمي ثبات لپاره به هڅه کوي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، دایمي سوله او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د قطر له همکاریو مننه کړې ده او د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.