بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دوحه کې د ا.ا.ا او امریکایي پلاویو تر منځ ناسته ګټوره وه. دغه راز د دوحې تړون عملي کېدل د ګڼ شمېر ستونزو د حل یوازنۍ لار بلل شوې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د امریکا او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا له افغانستان سره پر بشري مرستو هم بحث شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وایي، چې په دوحه کې د ا.ا.ا او امریکایي پلاویو ترمنځ ناسته مسلکي او صمیمي وه. په ټوله کې مو په دې خپرونه کې له نړۍ سره د ا.ا.ا د اړیکو په اړه بحث کړی دی. د بحث مېلمانه مو دي؛ د ا.ا.ا د فرهنګي کمېسیون غړی جواد څارګر او د سیاسي چارو کارپوه ثناء الله مخلص. بشپړه خپرونه دلته اورېدلی شی.