د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي ټالګاټ کلیوف او په امریکا کې د دغه هېواد له سفیر یرزان کاروخانوف سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ا.ا او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ راشه درشه ډېره شوې ده او پر مهمو اقتصادي موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو یې یو بل سره بحثونه کړې دي.