د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه ناورین د پراختیا مخه ونیسي. بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې هم ویلي چې افغانستان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ کېدونکی دی نو نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد یو اړخیز تحریم ته د پای ټکی کېږدي. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع بحث کړی دی. د بحث مېلمانه مو دي؛ د سیاسي چارو شنونکي هر یو عبدالحق حماد او سنګر امیرزاده. بشپړه خپرونه دلته اورېدلی شئ.