واک ته د طالبانو د رسېدو درې میاشتې پوره کېدونکې دي، خو تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي. ویل کېږي چې د ا.ا د په رسمیت پېژندلو په برخه کې تر ټول لوی خنډ د امریکا دریځ دی. نه یوازې دا چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني، بلکې بندیزونه ورباندې لګوي او نورو هېوادونو ته هم په دې برخه کې اجازه نه ورکوي. د طالبانو په اړه د امریکا دریځ او پالیسي څه ده؟ موخه یې څه کېدای شي؟ او پایلې به یې څه وي؟ په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع بحث کړی دی. د بحث مېلمه مو په امریکا کې مېشت لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.