د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وايي، روان کال به په دغه ولايت کې د پستې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شي.
د بغلان د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالغياث صديقي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د پستې ځنګلونو ته مناسبه هوا او بارانونه د دې لامل شوي چې د تېرکال په پرتله د پستې حاصلات په دغه ولایت کې دوه برابره شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال د بغلان د ټولو ولسوالیو چې د پستې ځنګلونه پکې دي، حاصلات ٣٣٤ ټنو ته رسېدل.
د صدیقي په خبره، په ټوليز ډول په دغه ولايت کې ٣٨ زره ٣٠٠ هکتاره طبيعي ځنګلونه شته چې له دې څخه ٢٣ زره هکتاره يې د پستې طبيعي ځنګلونه دي.
د نوموړي په وینا، د پستې دغه ځنګلونه په مرکزي بغلان، دوشي، پلخمري، دهنه غوري او نهرين ولسواليو کې دي.