د بي بي سي فارسي د خبر له مخې امریکایي پانګوال وارن بافت ویلي، چې په څلورو لویو هوایي شرکتونو کې یې د کرونا بحران له وېرې خپلې ټولې ونډې پلورلې دي. نوموړي ویلي، کرونا به تر راتلونکو درې یا څلورو کلونو پورې پر هوایي شرکتونو باندې همداسې منفي اغېز ولري او په دې موده کې به هوایي سفرونه کم وي. آنتوني پامبلیانو؛ چې د وارن بافت په هکله یې کتاب لیکلي وایي، په ۲۰۱۶ کال کې چې کله وارن بافت په څلورو هوایي شرکتونو کې په لس سلنه ونډې شریک شو، دې چارې د نړۍ خلک حیران کړل. ویل کېږي نوموړی اوس په دې کار پېښمانه دی، چې په هوایي شرکتونو کې یې ونډې پېرلې وې، ځکه د بافت په اند کرونا ویروس تر نورو ټولو سوداګریو ډېر هوایي شرکتونه زیانمن کړي دي.