د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا کانګریس ته یو لیک استولی او په هغه کې له دغه هېواد غوښتل شوي چې د افغانستان د اسعارو زېرمې ازادې کړي او دلته دې د ناورین د دوام سبب نه کېږي. افغان حکومت وایي، د شتمنیو کنګل کېدل کومه ستونزه نه شي حل کولی، نو له همدې امله امریکايي حکومت ته په کار ده چې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې وپالي. د سپوږمۍ څار په نننۍ خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی او لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه قاضي نجیب الله جامع. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شی.