بېوزله وګړو ته د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ په څو نورو ولایتونو کې هم پیل شوه. ولسمشر غني تېر ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې تر کابل وروسته به سر له نن په کندهار، کندوز، هرات، جلال اباد او مزار شریف ښار کې هم بېوزله وګړو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شي. ولسمشر غني ویلي افغان حکومت خپلو امکاناتو ته په کتو غواړي په دې توګه د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوي وضعیت کې د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي. هغه همدا راز ویلي چې دا لړۍ به ډېره ژره په ټولو ولایتونو کې پیل شي. ولسمشر غني له دیني علماوو، مخورو، د ګذر له وکیلانو او سیمه ییزو مشرانو غوښتنه کړې چې له حکومت سره د اړمنو کسانو په ورپېژندلو کې مرسته وکړي او په دې توګه همکاري وکړي چې مستحق خلک له دغه لړۍ مستفید شي.