د ښار جوړونې وزارت وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د هغه نږدې ۲۷۰۰ جریبه ځمکې وړاندیز تاييد کړ چې په کندهار کې د صنعتي ښارګوټي لپاره بېله شوې ده. د دې وزارت چارواکو ويلي دغه ځمکه د کندهار ولايت د شور اندام په سیمه کې ده او د دې ځمکې مديريت د کابينې د پرېکړې له مخې د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت ته ورکړل شوی. سرچینه همدا راز وایي، تر دې مهاله تر ۱۱ زره جريبه ډېره دولتي ځمکه د صنعتي پارکونو لپاره د صنعت او تجارت وزارت په واک کي ورکړل شوې. د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي، د دې کار هدف د پانګونې راجلبول او د کاري فرصتونو برابرول دي.