ښايي کرونا ویروس د افغانستان او پاکستان اقتصاد ته سخته ضربه ورسوي. نړیوالو څېړونکو د افغانستان او پاکستان د اقتصاد په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې ښایي د کرونا له امله اټکل شوې اقتصادي وده له صفر سره سمه شي او همدا راز ګڼې نورې ستونزې هم راولاړې شي. څېړونکي وایي چې افغانستان د کرنټین له امله له خپلو ګاونډیانو سره پولې تړلې دي، بازارونه په ټپه ولاړ دي، توکي ګران شوي دي او د ګمرکونو عواید ۹۰ سلنه راکم شوي دي. سرچینه وایي چې دا هر څه به د افغانستان اقتصاد ته ضربه ورسوي. دوی د پاکستان په اړه هم ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه هېواد خپل اقتصادي کسر راکم کړي خو اوس دا چاره ناشونې ده.