ملګري ملتونه وایي ټول هېوادونه په افغانستان کې د سفارتونو پرانیستلو ته هڅوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز د بهرنیو چارو له سیاسي مرستیال شیر عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه پراخوي.
د نوموړې په خبره دوی په همدې موخه په افغانستان کې خپل ټول دفترونه پرانیستي دي او ټول کارکوونکي یې خپلې دندې ترسره کوي. لاینز همدا راز وایي دوی ددې غوښتونکي دي چې ټول هېوادونه بېرته خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي او په وینا یې اوس یې د ماموریت ستره برخه د سفارتونو د پرانیستلو لپاره د هېوادونو هڅول دي. لاینز یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې هیله لري چې وکړی شي د روان بحران په کنټرول کې اغېزناک تمام شي.