د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان ډېری کنسلګرۍ او سفارتونه د پخواني حکومت د دیپلوماتانو له خوا اداره کېږي، چې پکې په پراخه کچه بې نظمۍ، فساد او ناقانونۍ روانې دي. تازه د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري حقونو افغان کمېشنرې اصیلا وردګ هم ویلي چې د جمهوریت له سقوط وروسته ځینو سفیرانو او جنرل کنسلانو په غلا او چور پیل کړی دی او په یوه او بل نوم له خلکو پیسې اخلي.
اوس مهال میلیونونه افغانان له هېواده بهر دي چې دوی د خپلو اسنادو د تایید، د پاسپورټونو د اخیستو او یا هم د پاسپورټونو د تمدید لپاره سفارتونو او کنسلګریو ته ورځي. ددغو کارونو لپاره دوی باید یوه ټاکلې اندازه پیسې ورکړي چې هغه د افغانستان ملي بودجې ته ځي، خو اوس هلته مسوول چارواکي نه یوازې تر ټاکلې اندازې زیاتې پیسې اخلي، بلکې دا پیسې د ملي بودجې پر ځای خپلو شخصي جیبونو ته اچوي. د بېلګې په ډول په استانبول کې د افغانستان کونسلګري په قانوني ډول د ورځې دېرش زره ډالره عاید لري چې که یې چارواکي فساد هم ونه کړي، دا ډېرې پیسې دي او شخصي جیبونو ته ځي. دغه راز په هغو هېوادونو کې چې افغانان زیات دي، هلته بیا دا فساد او ستونزې لا زیاتې دي.
له بله اړخه په نورو هېوادونو کې زموږ په سفارتونو او کنسلګریو کې داخلي ستونزې هم شته. له دې امله چې دوی اوس مخامخ زموږ بهرنیو چارو وزارت ته ځواب ویونکي نه دي، نو خپلسري کارونه کوي، ځیني کارکوونکي سفارتونو او کنسلګریو ته له ورتلو بند شوي، ځینو ته معاش او نور امتیازات نه ورکول کېږي، له ځینو د استوګنې ځایونه اخیستل شوي او په ځینو سفارتونو او کنسلګریو کې د کارکوونکو ترمنځ خپلمنځي شخړې او لانجې هم شوي دي.
درېیمه لویه ستونزه دا ده چې دغه سفارتونه تر ډېره د هغو کسانو په لاس کې دي چې د اسلامي امارت مخالفین دي. دوی دغه سفارتونه، د سفارت امکانات او اړیکې د اسلامي امارت او افغانستان پر ضد کاروي او هڅه کوي چې ستونزې او خنډونه جوړ کړي، څو اسلامي امارت او افغانان له لا زیاتو فشارونو سره مخ شي. د سفارتونو او کنسلګریو ډېری مشران مخامخ د پخواني دولت له چارواکو څخه دستور اخلي او ځیني خو یې په منظم ډول هغه څه ته لابي کوي چې دوی ورته «مقاومت» وايي. له همدې امله دا سفارتونه د افغانستان او اسلامي امارت د تخریب او د افغانانو د ځورونې او فساد په مرکزونو بدل شوي دي.
په نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه زموږ استازیتوب کوي، نو ځکه په چټکۍ سره باید ګام پورته شي. دا مرکزونه باید په سرعت سره له فساد، ګډوډۍ او د افغانستان د تخریب له هڅو را وګرځول شي. اسلامي امارت باید ددغو سفارتونو د کنټرول لپاره لاس پکار شي. دا سمه ده چې لا اسلامي امارت نورو هېوادونو په رسمیت نه دی پېژندلی او نوي سفیران او کنسلان نه شي معرفي کولای، خو له نورو او په ځانګړي ډول هغو هېوادونو سره چې له امارت سره ښې اړیکې او یا هم تفاهمات لري، د خبرو له لارې دا ستونزه حل کولی شي. ددې لپاره باید هڅې وشي او ژر تر ژره دا ستونزه حل شي.