امریکا د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شوی وضعیت د کنټرول په موخه ۳ تریلیونه یا درې زره میلیارده ډالر پور اخلي. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوړ پور دی چې دغه هېواد یې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اخلي. امریکایي چارواکو ویلي دغه پور به له شرکتونو او سترو کمپنیو اخیستل کېږي او هڅه کېږي د حکومت چارې ددې پور په مرسته مخ ته یوړل شي. بلخوا د امریکا کانګریس ویلي چې د کرونا له امله به سږ کال د امریکا اقتصاد ۳،۷ تریلیونه ډالر کسر ولري. امریکا ویلي چې په مالیاتو کې د ځنډ، له خلکو سره د میلیاردونو ډالرو مرستې او ورته نورو مسایلو دوی اړ کړي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پور واخلي.