د نړۍ شتمنو هېوادونو د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو لپاره ۸.۲ میلیارده ډالر مرسته کړې ده. ددغه هېوادونو ترمنځ په یوه ویډیويي کنفرانس کې هوکړه شوې، چې دوی به ددغه واکسین د جوړولو لپاره لا ډېرې مرستې کوي. په دې مرستندویه هېوادونو کې فرانسه، جرمني، برېتانیا، کاناډا او سعودي عربستان شامل دي. بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی و. نوموړي د یادو هېوادونو له مالي مرستو مننه کړې ده او په خبره یې یاد هېوادونه به خپلې مالي مرستې نورې هم ډېروي. تر دې څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې هم ژمنه کړې چې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړېدو لپاره به هر ډول مالي خنډونه له منځه وړي.