د کرنې وزارت چارواکي وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو به په بېلابېلو ولایتونو کې، زرګونه ممیز خونې او د تازه مېوې لپاره سړې خونې جوړې شي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې د کرنیزو محصولاتو د بېړنۍ مدیریت د طرحې په چوکاټ کې د صادراتو د نشتوالي په صورت کې به د مېوو د وچولو دستګاوې توزیع او ځینې تازه مېوې او سبزي به په لویو فابریکو کې هم پروسس کېږي.
رستمي زیاتويچې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۵۰ سلنه سبزي او مېوې، لکه انګور، انار، مڼې، زردالو، پیاز او کچالو چې پخوا به بهر ته صادرېدل، اوس به په هېواد کې دننه ساتل کېږي او هم به یې له خوسا کېدو مخنیوی وشي. د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، حکومت د دغه کار لپاره د اړتیا وړ بودجه د وزارت په واک کې ورکړې ده.