لسمشر غني امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې دګمرکونو او بندرونو د امنیت لپاره لا ډېر اقدامات ترسره کړي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د حکومت د رهبرۍ غړو د ګمرکونو او بندرونو پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د کندهار او هرات د ګمرکونو او بندرونو پر وضعیت بحث شوی او امنیتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې له نویو معیارونو سره سم د بندرونو او ګمرکونو د ساتنې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي. همدا راز د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته دنده سپارل شوې چې ژر تر ژره دې د ګمرکونو د امنیت لپاره یوه اغېزناکه طرحه جوړه او جمهوري ریاست ته وسپاري.