قطر نړیوال هوایي شرکت اعلان کړی دی، چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو ددغه شرکت پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی، نو شرکت اړ دی چې خپل یو زیات شمېر کار کوونکي له دندو لرې کړي. د سي ان بي سي خبرې شبکې د خبر له مخې ددغه شرکت عمومي مشر ویلي په دې کار کوونکو کې به تر ډېره د الوتکو د سپرلۍ کوربانه یا ستیوردان شامل وي. قطر هوایي شرکت د کرونا ناروغۍ له خپرېدو مخکې د۳۰ زره کار کوونکو په درلودلو سره، د ۲۶۰ الوتکو پر مټ د نړۍ ۱۶۰ ځایونو ته الوتنې کولې، خو اوس یوازې ۳۵ ځایونو ته الوتنې لري. دغه شرکت د اقصادي ستونزوله کبله په تېره مارچ میاشتې کې هم ۲۰۰ کار کوونکي له دندو لرې کړي وو. د یاد شرکت مشر ویلي، اوس دې ته اړ شوي چې د قطر له دولت څخه هم مالي مرسته وغواړي.