د لوړو زده کړو د الکترونیکي روزنې د مدیریت سیستم، د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د یوې ویډیویي غونډې پر مهال پرانیستل شو. د لوړو زده کړو وزیر سرپرست عبدالتواب بالاکرزی وایي، د دولتي پوهنتونونو تر څنګ له ۲۰ خصوصي پوهنتونونو سره هم تفاهم لیکونه لاسلیک شوي، چې له مخې به یې محصلینو ته په انلاین بڼه زده کړې ورکول کېږي. په دې سېستم کې هر استاد او محصل ته ځانګړی ای ډي نمبر ورکول کېږي، چې پر مټ یې سېستم ته ننوتلی شي. بالا کرزی وایي، له دې سیستم څخه به د افغانستان محصلین د آنلین زده کړو لپاره ګټه اخلي. له هغه وروسته چې په هېواد کې د کرونا ناروغي خپره شوې ده تحصیلي او تعلیمي مرکزونه بند شوي، چې له کبله یې محصلین او زده کوونکي د زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. ټاکل شوې ده ددې سېستم پر مټ اوس په انلاین ډول محصلینو ته زده کړې ورکول شي. خو په ورته وخت کې یو شمېر محصلین چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي وایي، انټرنېټ ته لاس رسی نه لري او ځینې استادان ان له کمپیټوټر او ځیرک موبایل سره نابلده دي، نو په اوس وخت کې ددغه سېستم فعالول بې ګټې او ستونزمن کار دی.