د ولسي جرګې ځینې غړي وايي د تېلو مافیا د برېښنا پر تاسیساتو او کارکوونکو په ترسره شوو بریدونو کې لاس لري. د ولسي جرګې غړي وایي ددې لپاره چې تېل وپېرل شي نو یو شمېر مافیایي کړۍ د برېښنا پر تاسیساتو او کارکوونکو په وروستیو بریدونو کې ښکېل دي. د ولسي جرګې غړي شاپور حسن زي ویلي چې د تیلو مافیا د برېښنا ستنو ویجاړولو او د برېښنا کارکوونکو باندې شویو بریدونو کې دخیله ده او دا کړۍ هڅه کوي د برېښنا سیستم کې د ستونزو په جوړولو خپل کاروبار مخته بوځي. بلخوا برېښنا شرکت هم وایي چې د پایو د ویجاړېدو له امله دوی د حرارتي برېښنا تولید ته مجبوريږي او زرګونه لېتره تېل مصرفوي. برېښنا شرکت پر خپلو کارکوونکو وروستي هدفي بریدونه هم د جدي اندېښنې وړ بولي او پر حکومت غږ کوي چې د برېښنا تاسیساتو د ساتنې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.