اسلامي امارت مني چې د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال یې نیولی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « د جلال په نوم یو متعصب انسان د هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام پر ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې. تر څو پورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او د چا عزت او شخصیت ته زیان ونه رسوي». فیض الله جلال پر اسلامي امارت توندې نیوکې کولې، خو ورسره یو ځل د قطر دفتر ویاند ته د ګوساله «خوسي» خطاب وکړ. نوموړي ددې تر څنګ پر ټویټر طالبان د ای اېس ای ګوډاګیان بلل او خلک یې هڅول چې د دوی له واکمنۍ ځان خلاص کړي.
د اسلامي امارت له راتګ وروسته یوه لویه اندېښنه دا وه چې د بیان ازادي به له منځه ولاړه شي، خو په تېرو نږدې پینځو میاشتو کې ښکاري چې د بیان ازادي د جمهوریت له دورې سره زیات توپیر نه لري. اوس هم رسنۍ همغسې خبرونه او رپوټونه خپروي او سیاسي بحثونه لري چې پکې پر امارت توندې او سختې نیوکې کېږي. ښايي ځیني رسنۍ او ژونالېستان خپله ځان سانسوروي، خو هغوی چې نیوکې کوي، چا یې تر اوسه پورې مخه نه ده نیولې. البته په ټولنیزو رسنیو کې بیا حالت بیخي بدل دی او هلته خبره بیا یو مخ تبلغاتي جګړې ته وتلې چې مخالفین د امارت پر وړاندې هېڅ پوله او برید نه مراعاتوي.
اوس چې فیض الله جلال د امارت له خوا نیول شوی دی، ځیني کسان اندېښنه ښيي چې امارت د بیان ازادۍ د محدودولو په لټه کې دی او څوک چې پر چارواکو نیوکې کوي، هغوی نیسي. دا په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده چې د خلکو خولې بندې شي او څوک پر حکومت د انتقاد حق ونه لري. دا چاره نه د خلکو په ګټه ده او نه هم د اوسني حکومت. له همدې امله د بیان ازادي باید وساتل شي، خو دا ازادي باید د قانون په چوکاټ کې وي او خپل حدود ولري. څه چې استاد جلال کول، هغه نه د بیان ازادي ده او نه هم د یوه جوړ او نورمال انسان سره ښايي. یو چا ته ښکنځلې کول او یا هم ورته د خوسي خطاب کول، نه د بیان ازادي ده او نه هم د یو عاقل انسان کار. آن د جمهوریت د وخت د رسنیو په قانون کې هم ددې چارې اجازه نشته او دا جرم ګڼل کېږي. هر څوک د نیوکې حق لري، تونده او سخته ژبه کارولی شي، خو هېڅوک د ښکنځلو او سپکو کلماتو د کارولو حق نه لري. هر څوک حق لري چې انتقاد وکړي، سیاسي مخالفت وکړي، خو هېڅوک نه شي کولی چې زموږ اسلامي او افغاني ارزښتونه مسخره کړي، خلک بغاوت ته وهڅوي، قومي او ژبنیو اختلافاتو ته لمن ووهي او د ډیورنډ کرښې په شان د افغانستان د خلکو په لویه داعیه کې د پردیو ملاتړ وکړي.
د بیان ازادي باید خوندي شي، خو حدود او چوکاټ باید وساتل شي. فیض جلال باید د خپلو هغو خبرو ځواب ووايي چې د بیان د ازادۍ او افغانستان خلاف دي. ددې تر څنګ اسلامي امارت هم باید له سرغړونکو سره د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي. څه ډول چې د جلال د نیولو په اړه وضاحت ورکړل شو، دغسې یې باید د محاکمې په اړه هم وضاحت ورکړل شي او هېڅ شی له رسنیو او خلکو پټ نه کړل شي.