د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په تهران کې دی او هلته له ایراني چارواکو سره پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې کوي. امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. په دغو لیدنو کې په ایران کې د افغان کډوالو او سیاسي، اقتصادي او ټرانیټي مسایلو په اړه خبرې شوي دي.
ایران ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په داسې وخت کې ورځي چې په تهران کې چارواکي د اسلامي امارت په اړه له اندېښنې ډک دریځ لري. د اسلامي امارت او ایران ترمنځ اړیکې له ۲۰۰۱ کال وړاندې ډېرې خړې پړې وې، خو وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه وه، ایران ورو ورو خپل دریځ بدل کړ او له طالبانو سره یې اړیکې نږدې کړې. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې دا اړیکې ډېرې ګرمې ښکارېدې، خو کله چې اسلامي امارت پر کابل واکمن شو، نو ایران اندېښمن شو او خپلې ځینې اندېښنې یې پټې نشوې کړای. د داود خان له واکمنۍ وروسته ایران په افغانستان کې تل ژور نفوذ درلود او ویل کېدل چې تر پاکستان وروسته په افغانستان کې د ایران لاسوهنه زیاته ده او دلته خپل کسان لري. په جمهوریت کې هم ایران که له یوه اړخه له طالبانو سره پټې اړیکې ساتلې، له بله اړخه یې له جمهوریت سره هم ګرمې اړیکې وې او آن په حکومت کې یې خپل نفوذي کسان لرل. له ځینو سیاسي مشرانو نیولې، د کابینې تر غړو او والیانو پورې داسې کسان وو چې د ایران د ګټو د خوندیتوب لپاره یې کار کاوه. ددې تر څنګ په وروستیو کې د ځینو ملیشو په تمویل او تجهیز کې هم د ایران لاس و. خو کله چې امارت واک ته ورسېد، نه یوازې د ایران نفوذي سیاستوال له هېواده وتښتېدل، بلکې ملیشې او نور لاسپوڅي یې هم له منځه ولاړل. له همدې امله ایران اندېښمن شو. اوس چې ایران کله د ټولګډونه حکومت خبره کوي، مانا یې همدا ده چې دوی غواړي په حکومت کې خپل لاسپوڅي ځای پر ځای کړي. له بله اړخه په وروستي تحول کې ډېری افغانان ایران ته کډوال شوي چې یوه لویه برخه یې غواړي، له هغه ځایه ترکیې ته ولاړ شي. دا چاره هم د ایران لپاره د اندېښنې وړ ده او غواړي چې د افغانانو ددغه ورتګ مخه ونیسي. ددې تر څنګ ایران غواړي د اوبو په مسأله کې هم له امارت امتیاز واخلي او پر ایران د اوبو د بندلو او کنټرول مخه ونیسي. همدا راز له افغانستان سره پراخه سوداګري او د کانونو په برخه کې پانګونې ته هم ایران ډېره لوالتیا لري.
له ایران سره د اړیکو په برخه کې د اسلامي امارت دریځ تر اوسه پورې سم و. دا سمه ده چې د ایران هغو اندېښنو ته باید ځواب وویل شي چې زموږ سترې ګټې نه ګواښي، خو ایران ته باید اجازه ور نه کړل شي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او موږ ته ووایي چې څه ډول حکومت ولرو او څه ډول نه. ددې تر څنګ له سیاسته، تر اقتصاد او ټرانزیټ پورې، له ایران سره ټولې اړیکې باید د افغاني ګټو پر اساس تنظیم شي.