افغانستان ته د متخصصینو د لېږلو په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر خبرو ته افغانانو سخت او توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد له چارواکو غوښتي وو چې ”له دوستو هېوادونو سره همکارۍ ” وکړي او همدارنګه داسې متخصص کسان افغانستان ته واستوي چې د روغتیا، مخابراتو او بانکدارۍ په برخو کې وړتیاوې ولري څو په افغانستان کې د ‘بشري کړکېچ مخنیوی ‘ وشي. نوموړي د افغانستان وضعیت په هکله اندېښنه ښوولې وه او په وینا یې ”د اړتیا په وخت کې به افغانان هېر نه کړي”. د عمران خان خبرو ته د افغانانو غبرګونونه توند او تېز وو او ټولو په یوه خوله د پاکستاني متخصصینو راتګ رد کړ. په دې چاره کې د اسلامي امارت ملاتړي او مخالفین سره جلا نه وو او په امارت یې غږ کاوه چې ددې چارې مخه ونیسي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې دوی بهرنیو متخصصینو ته اړتیا نه لري او په افغانستان کې په پوره اندازه متخصصین شته چې حکومتي او نورې چارې مخ ته یوسي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم پاکستان له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې وښيي دوی له افغانستان سره مرستو او ملاتړ ته ژمن دي. که څه هم په هغو برخو کې چې افغانستان یې له پاکستان غواړي مرسته نه کوي، خو ددې لپاره چې ځان مرستندوی وښيي په هغو برخو کې د مرستو د کولو خبرې کوي چې افغانان یې نه غواړي. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پاکستان د افغانانو پر مخ خپلې ټولې دروازې وتړلې، ویزې یې بندې کړې او هغو کسانو ته یې هم پاکستان ته د ورتګ اجازه نه ورکوله چې له وړاندې یې قانوني ویزې لرلې. پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ هم خپلې دروازې وتړلې او آن ځیني ناروغان په تورخم او سپین بولدک کې مړه شول. په سختو ورځو کې له کابله تر اسلام اباده د پاکستانيPIA شرکت د یوه ټیکټ بیه تر ۱۲ سوه ډالرو پورته کړې وه چې په عادي حالت کې دا بیه له سل تر یو نیم سل ډالره وه. اوس هم پاکستان افغانانو ته د عادي ویزو ورکړه درولې ده او آن ناروغانو ته په سختۍ او هغه هم د پیسو په بدل کې ویزې ورکوي. که څه هم په دې برخه کې پاکستاني چارواکو بیا بیا د سهولتونو ژمنه کړې ده، خو په عمل کې یې ستونزې لا زیاتې کړي دي. پاکستان هغه مرسته نه کوي چې افغانان یې غواړي، خو هغه کوي چې افغانان یې نه غواړي. له همدې امله پاکستاني چارواکي په واقعي مانا له افغانستان سره د مرستو نیت او اراده نه لري. دوی په دې خبرو سره له یوه اړخه غواړي چې که په افغانستان کې ورته د لا زیات نفوذ زمینه برابره شي او له بله اړخه نړیوالو ته ښيي چې ګواکي دوی د افغانستان خواخوږي دي او مرسته ورسره کوي.
د پاکستاني لومړي وزیر دغه ډول څرګندونو چې څه ډول د خلکو غبرګون منفي و، دغسې د اسلامي امارت ویاند هم د پاکستان دا مرسته رد کړه. له دې وروسته هم پکار ده چې د پاکستان د هر ډول لاسوهنې او نفوذ پر وړاندې خلک او اسلامي امارت دواړه په شدت غبرګون وښيي او بیا بیا دا پیغام ورکړي چې په کابل کې واکمن د پاکستان د ناوړه سیاستونو پر وړاندې ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې دلته خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي.