ملګرو ملتونو د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو ته د ۶.۷ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي تر دې وړاندې یې له بېوزله هېوادونو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالر راټول کړي دي او اوس هڅه کوي دغه مرستې ډېرې کړي. د سرچینې په خبره دغه پسې د هغو هېوادونو لپاره راټولېږي، چې بېوزله دي، د کرونا له جدي خطر سره مخ دي، روغتیایي سیستم یې کمزوری دی او کډوال پکې پراته دي. ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړې چې وکړی شي ددغه ډول مرستو په ترسره کولو په بېوزله هېوادونو کې د بشري ناورین مخه ونیسي.