د اروپا په پارلمان کې د افغان ښځو په تړاو په غونډه کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب او له هغوی سره د مرستو غږ شوی دی. دا دوه ورځنۍ غونډه په بروکسل کې وه چې د افغان ښځو په استازیتوب هم له بهرنیو هېوادنو ځینو ښځو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. په دې غونډه کې هغه څه غندل شوي چې اروپايي پارلمان او پکې ګډون کوونکې یې له افغان ښځو سره جنسیتي توپیر ګڼي. پر اسلامي امارت نیوکې دي چې واک ته له رسېدو وروسته یې د افغان ښځو ژوند سخت شوی، د کار او تعلیم تر څنګ ترې د هغوی ډېر حقونه اخیستل شوي دي.
له شک پرته افغان ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي. څه ډول چې افغان نارینه، ماشومان او سپینږیري له سختو ستونزو سره مخ دي، دغسې افغان ښځې هم له ستونزو سره مخ دي. په افغانستان کې اقتصادي بحران د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو ژوند ګواښي او داسې ښکاري چې که نړۍ له اسلامي امارت سره خپل چلند بدل نه کړي او امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني پرې نږدي، نو ستونزه به لا پسې پراخه شي. آن تر اوسه پورې د پوهنتونونو د نه پیل عامل هم ډېری وخت چارواکو له اقتصادي ستونزو سره تړلی ګاڼه، نو ځکه نه یوازې د ښځو، بلکې د نارینه وو پر مخ هم د پوهنتون دروازې تړلې وې. که له نړۍ سره رښتیا د افغان ښځو غم وي او غواړي د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي، نو پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې ختم کړي، مرستې دې وکړي او امریکا دې اړ کړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
له بله اړخه د بروکسل په غونډه کې د افغان ښځو استازې نه وه، څوک چې دوی د بروکسل غونډې ته وربللې دي د افغان ښځو د ارزښتونو، فکر او فرهنګ هېڅ ډول استازیتوب نه شي کولی. دوی آن د جمهوریت په وخت کې هم د افغان ښځو استازیتوب نه شو کولای او هغه وخت هم له افغان ښځو پردۍ وې. د جمهوریت په ټوله شل کلنه واکمنۍ کې دا ډول ښځې چې اوس په بروکسل غونډه کې ګډونوالې دي، د افغان ټولنې برخه نه وې او شمېر یې هم تر سلګونو او آن لسګونو نه اوښت. په جمهوریت کې او بیا د نړۍ د میلیاردونو ډالرو په زور چې دا ښځې د افغان ښځو استازې نه شوې او نه هم افغان ښځو د دوی په شان فکر، ژوند او فرهنګ خپل کړ، نو اوس به څنګه دا شونې وي!؟ دا ښځې له افغاني او اسلامي فرهنګ او آن له ښځېتوب د بغاوت سمبولونه دي چې افغان ښځې یې نه یوازې خپلې استازې نه ګڼي، بلکې له داسې فکر او فرهنګ سره په هېڅ ډول ژوند کول نه غواړي. دا هم مناسبه نه ده چې د ښځو ته د افغان ښځو صفت وکارول شي، بلکې دا د هغو غربي هېوادونو د فکر او فرهنګ استازیتوب کوي چې همدا اوس پکې اوسېږي او تابعیت یې لري.
د افغان ښځو سره د مرستې لپاره پکار ده چې نورې دا پروژهيي او له افغان فکر او فرهنګ څخه دا پردۍ د افغان ښځو د استازیتوب پر دریځونو را ښکاره نه شي. هغوی باید دا استازیتوب واخلي چې د افغان ښځو واقعي استازیتوب کولی شي. هغه وخت به بیا د افغان ښځو لپاره هغه څه غوښتل کېږي چې دوی یې غواړي او په ژوند کې یې واقعي مثبت بدلون راولي.