د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي چې نا امني د مرستندویه موسسو او بنسټونو د کار خنډ ده او پر مرستندویانو د بریدونو دوام د جدي اندېښنې وړ دی. ددغه ادارې په خبره تېره میاشت یې پر کارکوونکو ۷۷ وسله وال بریدونه شوي چې ديرش یې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې اړوندو مرستندویانو باندې شوي دي. یاده اداره وایي پاتې نور بریدونه د مرستې رسونې پر نورو فعالیتونو ترسره شوي دي. اوچا روانه جګړه د جدي اندېښنې وړ بولي او پر ښکېلو لورو غږ کوي چې د کرونا ویروس له پراختیا سره همهاله د جګړې ناورین ختم کړي او په دې توګه د افغانانو ژوند وژغوري.