د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي چې تېره اونۍ ۶۸۷۰ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي. د سرچینې په خبره تر دې مخکې اونۍ کې هم ۵۸۰۱ کسه له ایران را اوښتي چې د تېرې اونۍ شمېرې د وړمې اونۍ د شمېرو په پرتله ۱۸سلنه کموالی ښيي. د کډوالو نړیواله اداره وایي چې لا هم هره ورځ لسګونه کسان د اسلام قلعې بندر له لارې افغانستان ته راځي او دوی یې ثبت او راجستر کوي. په ایران کې د کرونا ویروس تر پراختیا وروسته افغانستان ته له دغه هېواد د کډوالو راتګ خورا چټک شو. خو له دې سره جوخت د ایراني عسکرو له لوري د افغان مسافرو د وژلو پېښې ددواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله اقدامات ډېر کړي او لا هم ددغه پېښې پلټنې نه دي بشپړې شوې.