د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال به په دغه ولایت کې د دوو سوو میلیونو افغانیو په لګښت ۴۸۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالوهاب خیرخواه ویلي، چې په دغو پروژو کې ۲۰۰ ممیزخونې، سل د پیازو د ساتنې زېرمتونونه، ۵۰ د کچالیو د ساتنې خونې او پاتې نورې یې د وچې مېوې د ساتنې په پار سړې خونې دي.
هغه ویلي، چې په دغو پروژو ټولټال ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې هره سړه خونه او زېرمتون له ۱۰ تر ۲۰ ټنو مېوو د ساتنې ظرفیت لري. د خیرخواه په خبره، چې یادې پروژې به اړتیا ته په کتو، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پلې شي.