د اسلامي امارت مرستیال او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په لومړي ځل په یوه غونډه کې داسې را څرګند شو چې د تصویر او ویډیو خپرېدو اجازه یې وه. نوموړي تر دې وړاندې هم په غونډو او ناستو کې ګډون کاوه، خو تصویر او ویډیو یې نه خپرېدله. نوموړي پرون د پولیسو په اکاډمۍ کې د پولیسو په فراغتغونډه کې را څرګند شو او وینا یې وکړه. دا وینا په ملي ټلویزون خپرېدله، خو له دې کبله چې په لومړي ځل د ښاغلي حقاني تصویر او ویډیو خلکو لیدلای شوای، نو په کم ساري ډول په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې د هغه تصویرونه خپاره شول.
سراج الدین حقاني د اسلامي امارت مخکښه څېره ده چې په تېرو شلو کلونو کې یې په اړه رسنیو او چارواکو ډېرې خبرې کړي دي. هغه د سختو، پېچلو او خونړیو بریدونو مسوول ګڼل کېږي. پخواني حکومت او امریکايي چارواکو به هغه د حقاني شبکې مشر یاداوه او په کابل او نورو ښارونو کې به یې د لویو بریدونو مسوول ګاڼه. په تېرو شلو کلونو کې د پخواني حکومت چارواکو، امریکايي او ناټو نظامي قوماندانانو، کورنیو او بهرنیو رسنیو خلکو ته هغه یو خشنه څېره معرفي کړې وه او پرله پسې به یې د هغه پر ضد تبلیغات کول چې له همدې کبله به یې ډېری خلکو د نوم په اورېدو سره د وېرې احساس کاوه. خو د کابل له سقوط وروسته د هغه په ټولو ویناوو کې مثبت پیغامونه وو، هغه بیا بیا پر عفوې ټینګار کړی، په واک کې د نورو پر ور ګډولو او د ښځو د تعلیم او کار پر حقونو یې ټینګار کړی دی. دا دی اوس چې را څرګند شو، خبرې یې بیا هم نرمې او له مثبتو پیغامونو ډکې وې. هغه ټینګار وکړ چې ښځې د تعلیم او زده کړو حق لري او ویې ویل چې په همدې نننۍ فراغتغونډه کې هم ښځې شته او له زده کړو وروسته د کار چانس ورکول کېږي. نوموړي په ټینګار وویل چې نړۍ دې زموږ په اسلامي او کلتوري مسایلو کې لاسوهنه نه کوي، نور ورسره دوستانه اړیکو غواړو، چې دا هم یو مثبت پیغام و. نوموړي له امارت د باندې نورو کادرونو ته هم د خدمت د زمینې پر برابرولو ټینګار ګړی او بیا بیا یې ویلي چې هېڅوک د پخواني حکومت د کسانو د ځورولو حق نه لري.
ددې تر څنګ چې د ښاغلي حقاني په وینا کې مثبت پیغامونه وو، یو بل څه هم را څرګند شول او هغه دا چې افغانستان ورځ تر بلې له جګړې او بریدونو واټن اخلي. کله چې سراج الدین حقاني را څرګندېږي، نو مانا یې دا ده چې نور افغانستان له جګړې وتلی او جدي ګواښ نشته. اوس نه کوم بهرنی هېواد پر افغانستان د برید هڅه کوي او نه هم په کوردننه داسې کوم ګواښ شته. له همدې امله دا هم یو مثبت پیغام دی او خلک تر پخوا په لا ډاډ سره دلته ژوند، کار او فعالیت کولای شي.