ایران او افغانستان د هرات خواف رېل پټلې د چارو پر بشپړولو خبرې کړې دي. یوه ایراني چارواکي ویلي چې تازه یې د افغانستان د نوي حکومت له چارواکو سره د رېل پټلۍ د پاتې چارو پر بشپړولو خبرې کړې دي او په خبره یې ښایي ژر ددغه پټلۍ پاتې چارې پيل شي. د هرات خواف رېل پټلۍ د افغانستان او ایران لپاره مهمه پټلۍ ګڼل کېږي چې د افغانستان له لارې به د مرکزي اسیا هېوادونه له ایران سره وصل کړي او دغه راز ددې شونتیا شته چې چین د افغانستان او ایران له لارې له ترکیې سره وصل کړي. ددې پټلۍ شاوخوا اتیا سلنه چارې بشپړې شوې دي خو هڅه کېږي چې پاتې چارې یې هم ژر تر ژره بشپړې شي او د کاروبار جوګه شي.