د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د کرکټ ملي لوبډلې له مشرتابه او لوبغاړو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې کرکټ بورډ په خپلو کارونو کې مستقل دی او هېڅ ډول لاسوهنه به پکې نه کیږي. حقاني همداراز لوبغاړو ته د دوی د امنیت لپاره د خاصو کارتونو ورکولو ژمنه هم وکړه او زیاته کړې یې ده چې د نظام له بدلون سره کرکټ نور د مثبت پرمختګ او شفافیت پر لور روان دی. حقاني ویلي، چې لوبغاړي د ټول ملت استازي او د سولې سفیران دي. د ملي ټیم غړو د کورنيو چارو له سرپرست وزیر مننه کړې چې د لوبغاړو د ستونزو هواري ډاډ او د همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه.