د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو نښه د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د پارالمپيک ژمني ژمنۍ لوبې راونې روانې دي. بېجينګ په تېرو څو کلونو کې د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د جوړولو له لارې خپل بنسټيز جوړښتونه بشپړ کړیکړي دي. دغه راز د پارالمپيک نړيوالې کمېټې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې د مارچ په شپږمه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې د طرحې او ډېزاين ادارې مشر ليو يو مينګ په دغه غونډه کې خبريالانو ته له خنډونو پاک د مجهز او خوندي چاپيريال چاپېريال د ابادۍ په اړه معلومات ورکړل. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې وياند يان جيه ژونګ وويل، چې له خنډونو پاک خوندي چاپيريال چاپېريال معيوبو وګړو ته په ټولنيزو کړنو کې د ګډون عادلانه فرصت ورکوي او د زاړو کسانو، ټپيانو او ناروغانو لپاره ډېرې انسانتياوې برابروي او د ټولې نړۍ لپاره ډېر مهم ارزښت لري.