په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنیزي ویلي چې په افغانستان کې داعش دوه زره جنګیالي لري او دا زور یې له هغه وروسته پیدا کړ چې د کابل د سقوط پر مهال د بګرام او څرخي پله زندانونه مات شول. نوموړی وايي چې داعش به له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې دا وړتیا پیدا کړي چې له افغانستان څخه په بهرنیو هېوادونو کې بریدونه وکړي. نوموړي ویلي چې دوی هڅه کوي ددغه بریدونو مخه ونیسي. اسلامي امارت بیا دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې داعش په افغانستان کې هېڅ ډول فزیکي حضور نه لري او دا ډول ادعاوې داعش ته د تبلیغاتي کمپاین برخه ده. اسلامي امارت دغه راز داعش د امریکا پروژه ګڼلې او ویلي یې دي چې د اشغال له خاتمې سره دا پروژه هم ختمه شوې ده.
په افغانستان کې د داعش د حضور او ځواک په اړه تل له مبالغې ډکې خبرې شوي دي او که دغو ادعاوو ته وکتل شي، په واضح ډول ترې سیاسي موخې ښکاري. امریکايي چارواکو او جنرالانو تل هڅه کړې چې په افغانستان کې داعش پیاوړی وښيي او په دې ډول پرې اسلامي امارت وویروي. دا له افغانستان څخه له وتلو مخکې هم وه، ځکه چې دوی غوښتل چې په سیاسي خبرو کې پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې ومني او اوس هم په دغو خبرو سره غواړي پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې ومني او په افغانستان کې مداخلې ته لاره هواره کړي. البته په دې اړه هم پوره اسناد او شواهد شته چې امریکا له داعش سره عملي مرسته کړې ده چې پیاوړی شي. امریکایانو په افغانستان کې داعش ته وسلې او پیسې ورکړي دي، په الوتکو کې یې له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدولي دي او آن په تېر حکومت کې یې د ملي امنیت په ګډون رسمي دولتي ادارې له داعش څخه د ملاتړ لپاره کارولي دي. دا ملاتړ دومره پراخ او واضح و چې عامو خلکو هم درک کړ او له همدې امله اوس هر افغان وګړی په دې پوهیږي چې داعش د امریکا پروژه وه. دا یوازې امریکا نه وه چې د داعش په تړاو یې دا ډول څرګندونې کولې، بلکې ګڼو هېوادونو له داعش سیاسي استفاده کړې ده. په دې لړ کې روسیې هم د خپلو سیاسي موخو لپاره په افغانستان کې د داعش شمېر او ځواک زیات ښوده او هڅه یې کوله چې هم مداخلې ته لاره پرانیزي او هم له دې چارې سیاسي ګټه پورته کړي. له همدې امله د داعش په تړاو داسې څرګندونې کېدلې چې افغانانو به هغسې څه پر ځمکه هېڅ نه محسوسول.
واقعیت دا دی چې داعش په افغانستان کې هېڅ ځمکه نه لري. نه کومه ولسوالۍ، نه کومه دره او آن نه کوم کلی شته چې ادعا وشي د داعش تر کنټرول لاندې دی. ښايي د داعش ځیني پخواني غړي په کلو او ښارونو کې په خپلو کورونو کې وي، خو هېڅ ډول لوی او محسوس فعالیت نه لري. داعش کوم لوی ګواښ هم نه شي پېښولی او نور افغانستان ته ګواښ نه دی. له دې کبله د امریکايي چارواکو ادعاوې او تبلیغات باید جدي ونه ګڼل شي.