د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. سرچینه کاږي په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او اندونیزیا هم ژمنه کړې چې دوی مرستو او همکارۍ ته ژمن دي. ددې تر څنګ دواړو لورو د افغان مېرمنو پر پیاوړتیا او دوی ته د زده کړو او مرستو پر برابرولو هم خبرې کړې دي. اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.