ګجرات ټايټنز افغان لوبغاړی راشدخان د خپلې لوبډلې مرستيال لوبډلمشر ټاکلی دی. د ګجرات ټايټنز لوبډلمشري د هند نوموتی الرونډر پانډيا کوي چې راشد خان يې تازه مرستيال ټاکل شوی دی. راشد خان تر دې وړاندې حيدراباد ته لوبه کوله، خو سږ کال د ۱۵۰ ميليونه هندي کلدارو په بدل کې له ګجرات لوبډلې سره يو ځای شو. په دې لوبډله کې له افغانستانه رحمان الله ګربز او نوراحمد لکڼوال هم لوبيږي. ګجرات تايټنز نن د لکناو پر وړاندې د سږني فصل لومړۍ لوبه کوي. دا دواړه لوبډلې سږ کال تازه د هند غوره ليګ ته اضافه شوې دي.