د بلخ ولایت د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت خپل فعالیتونه بیا پیل کړل. د افغانستان د مالیي وزارت ویاند شمعروز مسجدي وایي، چې دغه فابریکه د یاد وزارت د سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ازبکستان د سفیر ښاغلي یادګار او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې یو ځل بیا پرانیستل شوه. مسجدي وایي، د بلخ ولایت پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت یوه تاریخي فابریکه ده، چې فعالیت یې د کرنیزو تولیداتو د ودې او کارموندنې لامل کېږي. دی وایي، اوسمهال په یاده فابریکه کې یوازې شل تنه کار کوي خو له فابریکې بهر یې سلګونه بزګرانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.