د تورخم او سپين بولدک لارې له راتلونکې دوشنبې ورځې څخه وروسته په بشپړه توګه د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل کیږي. د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي وایي، چې دا لارې به ۲۴ ساعته پرانیستي وي. هغه زیاته کړې چې اوسمهال یواځې د پاکستان له خوا سوداګریز توکي افغانستان ته لېږدول کیږي، خو له کوچني اختر وروسته به له افغانستانه هم پاکستان ته صادرات پیل شی. احمدي ډاډ ورکړی چې د صادراتو او وارداتو په برخو کې به له سوداګرو سره هر ډول مرستې کوي او اسانتیاوې به ورته برابروي. د پاکستان حکومت نن هم د تورخم لاره د یوې ورځې لپاره د مسافرینو پرمخ پرانستې او اټکل کیږي چې پنځه زره افغانان هېواد ته را ستانه شي.