له کرونا سره د مبارزې په موخه تر اوسه پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لخوا د۶۰۰ میلیون ډالره مرستې ژمنه شوې ده. په دې کې ۱۰۰ میلیون ډالره نړیوال بانک، ۱۱۷ میلیون یورو اروپایي ټولنې، ۴۰ میلیونه د اسیا پراختیایي بانک ۳۵ میلیون امریکا او ۲۲۰ میلیون ډالره بیا د پیسو د نړیوال صندوق لخوا په پور اخیستل شوې دي. ددې تر څنګ چین، متحده عربي اماراتو، ایران او د چک جمهوریت د طبي توکو مرستې هم کړې دي. د اسیا د پراختیایي بانک مشر نارندرا سنگرو ویلی، له کرونا سره د مبارزې په موخه یې فورآ له افغانستان سره مرسته تصویب کړې ده. دغه راز د افغانستان د مالیې وزارت وایي، چې په بودجه کې د تعدیلاتو په پایله کې یې ۲۹ میلیارده افغانۍ هم له کرونا سره مبارزې ته ځانګړې کړې دي. خو شنونکي له دې سره سره افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې ناکام بولي او ځینې ادارې ددې پیسو په لګښت کې په فساد تورنوي. افغان حکومت غوښتل چې له کرونا سره د مبارزې په موخه د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۲۲۹ میلیون ډالره په پور واخلي، چې د ولسي جرګې لخوا دغه غوښتنه د رایو په اکثریت رد شوه.