سعودي عربستان وايي دوی د افغانستان له نوي حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د واک له شرکېدو او جوړجاړي هرکلی کړی دی. د سعودي عربستان حکومت ویلي دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي او په خبره یې نوی جوړجاړی به د سولې راتګ، د امنیت تامین او د افغانستان پرمختګ ته لار هواره کړي. ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې دوی د افغانستان ملاتړي دي او له نوي حکومت سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. سعودي عربستان یو ځل بیا د سولې د راتګ په برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.