د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي چې په نږدې ورځو کې به د چابهار بندر له لارې د افغان سوداګرو ۱۵۰ ټنه وچه میوه هند ته صادره شي. ددغه خونې مرستیال محمد یونس مومند ویلي ټول تیاری نیول شوی دی او په څو ورځو کې به دغه صادرات ترسره شي. دده په خبره افغانستان تر دې وړاندې چین ته هم ۱۱۰ ټنه جلغوزي صادر کړي دي او د وچې مېوې صادراتو ته به ادامه ورکوي. هغه زیاتوي دوی هلې ځلې کوي چې د وچې ميوې صادرات ډېر شي څو افغان سوداګر او کروندګر له دې درکه اقتصادي پرمختګ وکړي.