د افغانستان لپار د اروپایي ټولنې استازي سټیفن لاک نن د ویډیو کنفرانس له لارې د عامې روغتیا وزارت له مالي او اداري او د پلان او پالیسۍ له مرستیالانو سره خبرې کړې دي. ډاکټر سټیفن لاک ویلی اروپایي ټولنه په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې په موخه له عامې روغتیا وزارت سره پنځوس میلیون ډالره مرسته کوي. نوموړي ویلي یاد پنځوس میلیون ډالر به د افغان حکومت له لوري له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې لګول کېږي. د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر بشیر نورمل د اروپایي ټولنې له دې مرستې مننه کړې ده او اروپایي ټولنه یې د عامې روغتیا وزارت ښه همکاره بللې ده.